په اندونیزیا کې د شپې په کلوپ‌ کې د اورلګیدنې له امله  ستره فاجعه رامنځته شوې ده.

په اندونیزیا کې د شپې په کلوپ کې اورلګیدنې ۱۹ تنه ووژل

1767935
په اندونیزیا کې د شپې په کلوپ‌ کې د اورلګیدنې له امله  ستره فاجعه رامنځته شوې ده.

په اندونیزیا کې د شپې په کلوپ‌ کې د اورلګیدنې له امله  ستره فاجعه رامنځته شوې ده.

د اندونیزیا په ختیځ سورونګ  کې د شپې په یو کلوپ کې د دوو ډلو ترمنځه نښته وشوه.

دواړو ډلو په یو بل د چړو ، بوتلونو او مولوتف سره بریدونه وکړل چې په نتیجه کې کلوپ اور واخیست.

پولیسو ویلي‌ دي چې ددې کلوپ نه د ۱۹ تنو مړي‌ راویستي‌ دي چې یو تن د چړو د ضربې وژل شوی وو.

ګمان کیږي‌ چې نوموړو کسانو د اورلګیدنې له امله ژوند د لاسه ورکړی وي.

د سیمې پولیسو ویاند ویلي دي چې دې ډلو ترمنځه د خالي‌ په شپه هم نښته شوې وه او دلته دا ډول نښتې عادي‌ خبره ده خو دا لومړی ځل دی چې په نښته کې دا ډول ستره فاجعه رامنځته کیږي.

پولیسو ویلي دي‌ چې د پیښې په اړه تحقیقات پيل شوي‌ دي. دا لا معلومه نده چې دا اورلګیدنه په قصدي‌ ډول اچول شوې وه او چې د کومې پيښې په نتیجه کې رامنځته شوی ده.

پولیسو د پيښې د قربانیانو هویتونه ندي‌ اعلان کړي.



اړوند خبرونه