علي خان سماعیلوف د قزاقستان د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
قزاقستان کې نوی حکومت وټاکل شو
علي خان سماعیلوف د قزاقستان د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف علي خان سماعیلوف پارلمان ته د نوي لومړي وزیر د نوماند په توګه وړاندې کړ.
علي خان سماعیلوف د قزاقستان د پارلمان نه د اعتماد د رایې د ترلاسه کولو سره ددې هیواد د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
د ویلو ده چې ۵۰ کلن علي خان سماعیلوف ددینه مخکې د پخواني لومړي وزیر عسکر مامین د لومړي مرستیال په توګه دنده ترسره کوله. د عسکر مامین حکومت د جنوري په پنځمه نیټه په هیواد کې د تیلو د بیې د لوړیدو نه وروسته د پيل شوو مظاهرو په نتیجه کې استعفا وکړه او ولسمشر توکایف علي خان سماعیلوف د لومړي وزیر د سرپرست په توګه په دنده وګماره.
لومړي وزیر علي خان سماعیلوف د پارلمان نه د باور د رایې د ترلاسه کولو نه وروسته په خپله وینا کې د ولسمشر قاسم جومارت توکایف نه پداسې یو حساس وخت کې پر دې د باور کولو او د پارلمان د وکیلانو لخوا دیته د باور رایې ورکولو له امله مننه وکړه.
هغه وویل چې لومړنۍ دنده يي په هیواد کې د اقتصادي استقرار ټینګښت او د اقتصادي تورم د کچې راټیټول دي. هغه وویل چې د هیوادوالو ټولې قانوني غوښتنې به راټولې کړي او د پر ځای کولو په برخه کې به يي ګړندي ګامونه اوچت کړي.