په قزاقستان کې حکومت د پراخو مظاهرو په نتیجه کې استعفا وکړه.

په قزاقستان کې د عسکر مامین په مشرۍ حکومت د پیل شوو سختو مظاهرو په نتیجه کې استعفا کولو ته اړ ویستل شو

1757210
په قزاقستان کې حکومت د پراخو مظاهرو په نتیجه کې استعفا وکړه.

په قزاقستان کې حکومت د پراخو مظاهرو په نتیجه کې استعفا وکړه.

د قزاقستان لومړي وزیر عسکر مامین په مشرۍ حکومت په هیواد کې د اوبلنو ګازو د بیې د لوړوالي له امله د پيل شوو مظاهرو په نتیجه کې استعفا وکړه.

لومړي وزیر په مشرۍ حکومت ولسمشرقاسم جومارت توکایف  خپله استعفا وړاندې کړه چې نن د سهار په ساعتونو کې ولسمشر لخوا ومنل شوه.

د قزاقستان ولسمشر رسنیو دفتر ویلي دي چې د عسکر مامین په مشرۍ د حکومت استعفا منل شوې ده او ولسمشر د لومړي وزیر مرستیال علي خان اسماعیلوف د سرپرست لومړي وزیر په توګه ټاکلی دی.

د ویلو ده چې د قزاقستان په لویديځ کې د جانااوزن په ښار کې د اوبلنو ګازو د بیې د لوړیدو له امله مظاهرې پيل شوې چې په لنډه موده کې د مظاهرو لمن ټول هیواد ته خوره شوه.

په ځینو سیمو کې حکومتي ودانیو ته د مظاهره کوونکو د داخلیدو نه وروسته په الماتا ښار او منګیستاو په ایالت کې استراري حالت اعلان شو.

د قزاقستان ولسمشر د یو فرمان په خپرولو سره پدې سیمو کې د امنیت او استقرار د ټینګښت په موخه د جنوري د ۵ پنځمې نیټې یعنې نن نه په اعتبار سره د جنوري د ۱۹ مې نیټې پورې ګرځبندیز اعلان کړ.

د ویلو ده چې د قزاقستان په پخوانۍ پلازمینه الماتا ښار کې تیره شپه ټوله شپه مظاهرو دوام درلود. پولیسو پر مظاهره کوونکو د غږیزو بمونو او اوښکې بهوونکو ګازو سره مداخله وکړه.

د ویلو ده چې حکومت د اوبلنو ګازو بیه د ۶۰ ټنګې نه ۱۲۰ ټنګې ته اوچت کړي وو چې په نتیجه کې سترې مظاهرې او قهر وپارید.

د ویلو ده چې حکومت د ګازو د بیې د راټیټولو په خاطر یو کمیسیون په دنده ګمارلی وو او د مظاهره کوونکو د استازو سره يي هم لیدنه کړې وه. حکومت د ګازو بیه ۵۰ ټنګې بیرته راښکته کړه خو د مظاهره کوونکو قهر سوړ نشو.

مظاهره کوونکو داځل د ټولنیز رفاه د کچې د لوړولو په خاطر خپلې غوښتنې او شرطونه حکومت ته وړاندې کړل .

حکومت بالاخره  استعفا کولو ته مجبور شو.



اړوند خبرونه