په بنګلادیش کې په یوې کښتۍ کې د اورلګیدنې د رامنځته کیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده .
په بنګلادیش کې په یوې کښتۍ کې د اورلګیدنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
په بنګلادیش کې په یوې کښتۍ کې د اورلګیدنې د رامنځته کیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده .
د بنګلادیش د مقاماتو په وینا نن جمعه د دسمبر ۲۴ مه نيټه د سهار په وختي ساعتونو کې د جالوکاتي په سیمه کې په یوې کښتۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوه چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ویل کیږي دا پیښه د پلازمینې ډاکا سویل لوري ته په ۲۰۰ کیلومترۍ کې د جالوکاتي د ولسوالۍ په مربوطاتو کې جلکتي په سیند کې رامنځته شوې ده .
تر اوسه پورې د ۳۶ تنو د وژل کیدو او تر سلو تنو ډیرو کسانو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د جالوکاتي د سیمې د پولیسو مشر ظهور علي خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا پیښه نن جمعه د سهار په وختي ساعتونو کې د ۳ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.
هغه ویلي دي چې په کښتۍ کې اورلګیدنه نږدې ۳ ساعته وروسته مړ او تر کنټرول لاندې راوستل شوه.
د هغه په وینا ډیری مساپرو د اورلګیدنې پر مهال ځانونه سیند ته ګوزار کړي دي. اورلګیدنه په ډیرې چټکۍ سره ټولې کښتۍ ته خوره شوې وه.
د بله پلوه د سیمې د اور وژنې د ادارې مرستیال کمال الدین بهیان خبري رسنیو ته ویلي دي چې دوې ته د سهار په ۳ بجو او ۵ دقیقو د اورلګیدنې په اړه راپور راغلی چې سمدلاسه يي د ژغورنې ډلې سیمې ته والیږلې.
اورلګیدنه د سهار په ۵ بجو او ۲۰ دقیقو تر کنټرول لاندې راغله.
هغه وویل چې د اورلګیدنې علت تر اوسه پورې معلومات ندی خو په اړه يي تحقیقات دوام لري.