په جابان کې په یو کلینیک کې اورلګیدنې ستره فاجعه رامنځته کړه.

په جاپان کې اورلګیدنې ستره فاجعه رامنځته کړه

1748873
په جابان کې په یو کلینیک کې اورلګیدنې ستره فاجعه رامنځته کړه.

په جابان کې په یو کلینیک کې اورلګیدنې ستره فاجعه رامنځته کړه.

د جاپان د اوساکا په ښار کې په یو کلینیک کې د اورلګیدنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د جابان کیودو خبري‌ اژانس د خبر له مخې د اوساکا ښار د کیتاشینچي‌ په سیمه کې د یوې شپږ پوړیزې ودانۍ په څلورم پوړ کې په یو کلینیک کې اورلګیدنه رامنځته شوه.

پیښه په ځايي‌ وخت په ۱۰ بجو او ۲۰ دقیقو رامنځته شوې ده . د اورلګیدنې نه وروسته یو زیات شمیر اور وژنې ډلې سیمې ته ورسیدې.

د ایالت د اور وژنې ادارې ویلي دي‌ چې اور لګیدنه د ۲۵ دقیقو په دننه کې تر کنټرول لاندې راوستل شوه.

پدې پیښه کې ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۹ تنه نور ټپیان شوي‌ دي‌ چې دد ډیرو روغتیايي حالت ښه ندی.

د ایالت امنیتي‌ مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې د مړو شمیره کیدای شي‌ چې د اعلان شوي‌ رقم نه لوړه شي.

د اورلګیدنې لامل معلوم ندی. د پیښې په اړه تحقیقات پيل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه