جرمني د روسیې دوو تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه
جرمني د روسیې دوه تنه ډیپلوماټان د نامطلوبه اشخاصو په توګه اعلان کړل
1748264
جرمني د روسیې دوه تنه ډیپلوماټان د نامطلوبو اشخاصو په توګه د اعلانولو نه وروسته د هغوې نه هر څه ژر د جرمني د خاورې نه د وتو غوښتنه وکړه.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک تیره ورځ وویل چې په برلین کې د روسیې د سفارت دوه تنه ډیپلوماټان د نامطلوبه اشخاصو په توګه اعلان کړي دي.
روسیې د جرمني ددې اقدام په اړه ډیر تند غبرګون وښود.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخاروف وویل چې روسیه به خامخا د جرمني لخوا د دوو تنو روس ډیپلوماټانو د نامطلوبه اعلانولو د اقدام په مقابل کې متقابل ګام اوچت کړي.
هغې ویلي دي چې د برلین دا اقدام به پرته د ځوابه پاتې نشي. په ډیر لنډه موده کې به روسیه هم خپل اقدام اعلان کړي.