په نایجیریا کې په یو جومات لمانځه پر مهال وسله وال برید شوی
د نایجیریا د نیجر په ایالت کې په یو جومات د وسله وال برید په نتیجه کې ګڼشمیر لمونځ کوونکو ژوند د لاسه ورکړ.
د نایجیریا د نیجر په ایالت کې په یو جومات د وسله وال برید په نتیجه کې ګڼشمیر لمونځ کوونکو ژوند د لاسه ورکړ.
د نیجر د ایالت د پولیسو مشر بالا مونډي خبري رسنیو ته ویلي دي چې یو تن برید کوونکي چې په موټر سایکل سپور وو د ماشګو په سیمه کې د باري په کلي کې په یو جومات د جمع پر مهال وسله وال برید کړی دی.
پدې برید کې لږ تر لږه ۹ تنه لمونځ کوونکي په شهادت رسیدلي او زیات شمیر نور ټپیان شوي دي.
برید کوونکی د برید نه وروسته په تیښته بریالی شوی دی. د پيښې نه وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي او د برید کوونکي د نیولو په خاطر یي په پلټنو پیل کړی دی.
هغه ویلي دي چې ددې پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
د ویلو ده چې د اکتوبر په ۲۵ مه نیټه هم نامعلومو وسله والو د نیجر ایالت اړوند د مازا کوکا په سیمه کې په یو جومات وسله وال برید کړی وو چې په نتیجه کې ۱۸ تنه په شهادت رسیدلي وو.
په نایجیریا کې پدې وروستیو کې د موټرسایکل سپرو برید کوونکو لخوا د بریدونو د کچې د لوړیدو له امله په یو زیات شمیر ایالتونو کې د موټر سایکل پر ګرځولو بندیز لګیدلی دی.