نیویارک ټایمز : امریکا په سوریه کې په لسګونو تنه ملکي وګړي وژلي دي
نیویارک ټایمز : امریکا په سوریه کې پر ملکي وګړو درانده بریدونه کړي دي
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر لوید اسټین د ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې د امریکايي ځواکونو لخوا په سوریه کې پر ملکي وګړو د هوايي برید د ادعاء په اړه د مرکزي ځواکونو د قوماندان جنرال مک کینزي د معلوماتو غوښتنه کړې ده .
د پنټاګون ویاند جان کیبري په خبري غونډه کې د هغه ادعاءګانو په اړه چې امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۸ مه نيټه سوریه کې د ملکي وګړو په یوې ۷۰ کسیزې ډلې چې ښځو او ماشومانو هم پکې شتون درلود هوايي برید کړی دی پوښتنې ځواب کړې. هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دفاع وزیر اسټین ددې ادعاءګانو د څیړولو په خاطر د تحقیقاتو د پيلولو امر کړی دی او که نه ؟ وویل، نه د غوڅو تحقیقاتو د پیلولو امر يي ندی ورکړی خو د مرکزي قوتونو قوماندان جنرال مک کینزي نه يي پدې اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.
هغه وویل سره ددې چې هر وخت په هرو عملیاتو کې نه بریالي کیږي خو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په برخه کې ځانګړي دقت او پاملرنې نه کار اخلي.
کیبري وویل چې دفاع وزارت په ځانګړې توګه د ملکي وګړو د مرګ ژوپلې د مخنیوي په مسئله کې دوه جلا جلا څیړنې کړي دي. یو تحقیقات پایته رسیدلي او عمومي ارزیابي برخې ته تیریږي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یو خبر کې ویلي دي چې امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۸ مه نيټه د سوریې د باغوز په سیمه کې پر ملکي وګړو چې ښځو او ماشومانو هم پکې شتون درلود هوايي برید کړی دی.
دا بریدونه د بې پيلوټه الوتکو د تثبت نه وروسته د اف ۱۵اې ډوله جنګي الوتکو لخوا شوي دي.
پدې عملیاتو کې په درې جلا جلا نقطو څه باندې ۲ ټنه بمونه ګوزار شوي دي چې په نتیجه کې تر ۷۰ تنو ډیرو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.