په نایجیر کې په یو ښوونځي کې د رامنځته شوې اورلګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

په نایجیر کې ستره فاجعه رامنځته شوه

1731280
په نایجیر کې په یو ښوونځي کې د رامنځته شوې اورلګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

 

د لویدیځې افریقا هیواد نایجیر د مارادي په ښار کې  د لرګیو او خامو موادو نه جوړ په یو ښوونځي کې د اورلګیدنې د رامنځته کیدو له امله لږ تر لږه ۲۵ تنو زده کوونکو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

پیښه د نایجیر په سویل کې د مارادي په ښار کې رامنځته شوې ده .

د مارادي د ولایت والي چایبو ابوبکر خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا ښوونځی یو ابتدايي ښوونځی وو او ماشومانو پکې زده کړه کوله.

د پیښې قربانیان ټول ماشومان دي. پدې پیښه کې د ۵ او شپږو کلونو ترمنځه عمر لرونکو ۲۵ تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان پدې فاجعه کې ۱۴ تنو ماشومانو ټپیان شوي دي چې د ۵ تنو روغتیايي حالت يي ښه ندی.

د بله پلوه نایجیر کې ددې پیښې له امله د نوامبر د نهمې نیټې نه په اعتبار سره ۳ ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی.

د اورلګیدنې د رامنځته کیدو لامل معلوم ندی. ویل کیږي دا ښوونځی د لرګیو او خامو موادو نه جوړ شوی وو. همداشان ټولګي بیا د لوخو سره د یو بل نه جلا شوي وو.

اورلګیدنه په ډیر سرعت سره ټول ښوونځي ته خوره شوه.



اړوند خبرونه