د فرانسې په کنز ښار کې پر پولیس افسر د چړې برید شوی دی.
په فرانسه کې پر پولیس د چړې برید شوی
1730687
د فرانسې په کنز ښار کې پر پولیس افسر د چړې برید شوی دی.
دا خبره د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ درمانین وکړه. هغه د خپل ټویټر له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې نن دوشنبه د نوامبر اتمه د سهار په ساعتونو کې د کنز په ښار کې په یو پولیس افسر د چړې برید شوی دی چې برید کوونکو د نورو پولیسو لخوا د خپور غورځول شوی دی.
د فرانسې کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې د ټپي شوي پولیسو او کنز ښار نه د ملاتړ په موخه دې ښار ته روان دی.
د کنز د ښار ښاروال هم ددې پيښې نه خبر ورکړی دی . هغه ویلي دي چې دا پيښه د پولیسو مرکز ته نږدې رامنځته شوې ده او نورو پولیسو برید کوونکی له خپو وغورځو او ټپي ونیول شو.
پولیس د درملنې په موخه روغتون ته انتقال او تداوۍ لاندې نیول شوی دی . د ټپي شوي پولیس د روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.