شمالي کوریا دا ځل د جنګي الوتکو ضد یو توغندی وازمایه.
شمالي کوریا د هوا ضد توغندی په بریالیتوب سره وازمایه
د سویلي کوریا رسمي خبري اژانس یونهاپ د خبر له مخې شمالي کوریا داځل د هوا ضد یو نوی ډول توغندی وازمایه.
شمالي کوریا دا توغندی پداسې حال کې ازمايي چې د تیرې سه شنبې پر ورځ هایپرسونیک هواسانګ ۸ په نامه یو توغندی ازمایلی وو.
شمالي کوریا د تیرې یوې میاشتې په دننه کې دا څلورم توغندی دی چې وازمایه.
د شمالي کوریا لخوا په پرله پسې ډول سره د توغندیو ازمایښت د نړۍوالې ټولنې اندیښنې راپارولي دي.
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تیره ورځ د شمالي کوریا لخوا د توغندیو د وروستیو ازمایښتونو نه په سیمه او نړۍ کې د بې ثباتۍ او ناامنیو ته د لمن وهوونکو اقدماتو په توګه یادونه کړې وه.
هغه ویلي وو چې شمالي کوریا ددې ازمایښتونو سره د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک نه تیریو ته دوام ورکوي. هغه د نړۍوالې ټولنې نه غوښتنه وکړه چې ددې مسئلې سره جدي برخورد وکړي.