امریکا متحده ایالتونو ته په سفر کوونکو نوی شرط کیښودل شو
امریکا هغه کسانو ته چې د کرونا ویروس واکسین يي کړی نوي امریکا خاورې ته د ننوتو اجازه نه ورکوي
امریکا متحده ایالتونو د کرونا ویروس پر خلاف د مباررې په برخه کې یوه بله مهمه پریکړه وکړه.
امریکا متحده ایالتونو د ۱۸ کلونو د عمر نه د لوړ عمر لرونکو په ټولو بهرنیو وګړو دې هیواد د سفر پر مهال د کرونا ویروس واکسین شرط کیښود.
امریکا جګپوړو چارواکيو خبري رسنیو ته ویلي دي چې ولسمشر جو بایدن د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په برخه کې ځیني نوي تدابیرو او تصامیم نیولي دي.
د نوموړو تدابیرو په سر کې امریکا ته په سفر کوونکو بهرنیو وګړو د کرونا ویروس د واکسین شرط قرار لري.
د نوموړو تدابیرو په چوکاټ کې امریکا ته سفر کوونکو د ۱۸ کلونو نه د لوړ عمر لرونکو نه د کرونا ویروس واکسین کارت غوښتل کیږي. هغه چا چې واکسین نوي کړی هغه ته امریکا ته د ننوتو اجازه نه ورکول کیږي.
امریکا متحده ایالتونه چې دم ګړۍ د ټولو نړۍوالو مساپرو نه امریکا ته د سفر پر مهال د کرونا ویروس منفي ټسټ غوښتنه کوي ددینه وروسته به د واکسین د کارت غوښتنه کوي.
د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په امریکا کې د کرونا ویروس ناروغۍ کچه یو ځل بیا لوړه شوې ده . د ځاني تلفاتو شمیره هم لوړه شوې ده .
دې مسئلې د بایدن حکومت نوو تدابیرو نیولو ته اړ کړ.