د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د استرالیا ، امریکا او انګلستان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.
د فرانسې امریکا ، استرالیا او انګلستان ترمنځه اړیکې د لا زیاتو خرابیدو پر لورې روانې دي
د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د استرالیا ، امریکا او انګلستان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود. هغه وویل چې استرالیا ته به ډیر سخت ځواب ورکړي.
استرالیا د فرانسې سره لاسلیک کړی د ۹۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د تحت البحري کښتیو تړون د انګلستان او امریکا سره د یو بل تړون د لاسلیکولو نه وروسته لغوه کړ.
دې خبرې د فرانسې د ولسمشر ماکرون ډیر سخت غبرګون پارولی دی. ماکرون د استرالیا او امریکا نه هر څه ژر خپل سفیران هیواد ته راستانه کړل. همداشان د انګلستان پر خلاف يي هم ډیر سخت غبرګون وښود او وویل چې سخت بدل به پرې کړي.
استرالیا د تحت البحري کښتیو د ځانګړي ځواک د جوړولو په خاطر د فرانسې د ناول ګروپ په نامه د کښتۍ جوړولو د شرکت سره د ۹۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د ډیزلي تعرضي تحت البحري کښتیو قرارداد لاسلیک کړ. فرانسوي شرکت د ۲۰۳۰ کال د نیمايي پورې استرالیا ته د تحت البحري کښتیو د تسلیمولو په اړه قرارداد لاسلیک کړی وو.
استرالیا د تیرې پنجشنبې په ورځ د امریکا او انګلستان سره د اټومي انرژۍ د تحت البحري کښتیو په اړه یو تړون لاسلیک کړ. همداشان دې هیوادونو په خپلو منځونو کې اټومي انرژۍ د تحت البحري کښتۍ د ټکنالوژۍ د شریکولو په اړه تفاهم هم وکړ.
استرالیا د امریکا او انګلستان سره د تړون د لاسلیکولو نه وروسته د فرانسې سره لاسلیک کړی تړون او قرارداد فسخه کړ.
د استرالیا دې اقدام د فرانسې ډیر سخت غبرګون وپارو. د فرانسې ولسمشر ددې پرمختګ نه وروسته د استرالیا او امریکا نه خپل سفیران هیواد ته راوغوښتل.
همداشان فرانسې تر اوسه پورې د انګلستان نه خپل سفیر هیواد ته ندی راغوښتی. خو انګلستان يي د بدل په پرې کولو وګواښه.
فرانسوي چارواکي ددې پرمختګ او مسئلې اصلي مسئول امریکا بولي . د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسن بیا د فرانسې سره په اړیکو کې کې د ترینګلتیا سره سره ویلي دي چې زمونږ ترمنځه اړیکې د فولادو په څیر قوي دي.
خو فرانسوي ډیپلوماټان انګلستان په فرصت طلبۍ تورنوي.
یو جګپوړي فرانسوي ډیپلوماټ اسوشیتید پرس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې ولسمشر ماکرون د تړون د فسخه کولو خبر د یو لیک سره ترلاسه کړ.
د استرالیا لومړي وزیر د فرانسې ولسمشر ته د یو لیک په استولو سره د تړون د فسخه کولو نه خبر ورکړی وو.
د فرانسې ولسمشر پدې مسئلې لا په ښه توګه د ځان د پوهولو په خاطر واشنګټن سره تماس ونیو. همداشان څو ساعته لا تیر شوي نه وو چې د امریکا ولسمشر د استرالیا او انګلستان د لومړي وزیرانو سره په ګډه د ویدیو کنفرانس له لارې خبري غونډه کې راڅرګند شو.
نوموړو په خپلو منځونو کې نوی تړون اعلان کړ. امریکا استرالیا او انګلستان ترمنځه لاسلیک کړي تړون نه د چین په مقابل کې د هند پسیفیک په سیمه کې د هرې ورځې په تیریدو سره د پوځي نفود په مقابل کې د مقابلې په توګه یادونه کوي.
اړوند خبرونه
اوکراین د روسیې اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
اوکراین په دونیتڅک سیمه کې د روسیې اړوند د یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.