اوزبیکستان دې هیواد ته د غني ، دوستم او استاد عطاء د پناه وړولو په اړه ادعاګانې ځواب کړې

اوزبیکستان دې هیواد ته د اشرف غني، مارشال دوستم او عطاءمحمد نور د پناه وړولو په اړه ادعاءګانې ځواب کړې

1692860
اوزبیکستان  دې هیواد ته د غني ، دوستم او استاد عطاء د پناه وړولو په اړه ادعاګانې ځواب کړې

اوزبیکستان بالاخره کې هغه ادعاګانو ته چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ، د ولسمشر پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم او د جمعیت  ګوند د یوې څانګې مشر استاد عطاءمحمد نور دې هیواد ته پناه وړې ده په رسمي‌ توګه ځواب ووایه.

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت اړوند دنیا خبر اژانس هغه ادعاءګانې چې ګواکې محمد اشرف غني، مارشال دوستم او عطاءمحمد نور په ګډون یو زیات شمیر  جګپوړو چارواکیو دې هیواد ته پناه وړې ده په کلکه توګه رد کړې .

دنیا خبر اژانس ویلي‌ دي‌ چې ځیني‌ خبري‌ رسنیو محمد اشرف غني، مارشال دوستم او عطاءمحمد نور په ګډون د افغانستان یو زیات شمیر جګپوړو چارواکیو اوزبیکستان ته پناه وړې ده ادعاء کړې ده چې دا ادعاءګانې  حقیقت نلري.

د ویلو ده چې طالبانو د مزار شریف ښار او وروسته د کابل د نیولو نه وروسته ځینو خبري‌ رسنیو ادعاء وکړه چې مارشال دوستم، عطاء محمد نور او محمد اشرف غني‌ په ګډون یو زیات شمیر جګپوړي‌ افغان چارواکو اوزبیکستان ته پناه وړې ده .

اوزبیکستان ددې ادعاءګانو په اړه تر اوسه پورې په رسمي‌ توګه غبرګون نه وو ښودلی.

دا لومړی ځل دی چې اوزبیکستان په رسمي‌ توګه دا ادعاګانې ردوي.

د ویلو ده چې د اوزبیکستان لوی څارنوالۍ ددینه مخکې ویلي وو چې د اګست په ۱۴ او ۱۵ مو نیټو ۵۸۵ تنه افغان پوځیانو د څه باندې ۴۰ الوتکو او چورلکو سره اوزبیکستان ته راوښتي‌ دي.



اړوند خبرونه