په میانمار کې په سلګونو تنه پوځیان وژل شوي‌ دي

په میانمار کې د پوځي‌ کودتا مخالفو وسله والو ډلو ویلي‌ دي‌ چې یواځې تیره میاشت کې د پوځ ۷۴۰ تنه سرتیري‌ وژلي دي.

1689375
په میانمار کې په سلګونو تنه پوځیان وژل شوي‌ دي

 

په میانمار کې د پخوانیو وکیلانو په ګډون د اپریل په ۱۶ مه نیټه  د پوځي‌ حکومت پر خلاف جوړ شوي‌ د ملکي‌ حکومت په نامه مشهور  د ملي‌ اتحاد حکومت  ځواکونو ویلي دي‌ چې په سلګونو تنو پوځیان يي وژلي‌ دي.

د میانمار د پوځي‌ کودتاچي‌ حکومت مخالف د ملي‌ اتحاد حکومت د ټولنیزې مډیا له لارې د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي چې د جولای د میاشتې په اوږدو کې په رامنځته شوو نښتو کې د میانمار د پوځ لږ تر لږه ۷۴۰ تنه سرتیري وژلي‌ دي.

همداشان د میانمار د پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰۰ تنو ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۴۷ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د میانمار پوځ ته تر ټولو ستر ځاني‌ زیانونه د ساګینګ په ښار کې اړول شوي‌ دي. ۴۱۷ تنه سرتیري‌ پدې سیمه کې وژل شوي‌ دي.

د میانمار پوځ بیا د ملي‌ اتحاد حکومت د څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه