د نیویارک والي پر هغه د لګیدولو جنسي‌ تیریو د تورونو له امله استعفا کولو ته اړ شو

د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک والي اندریو کومو په اړه د جنسي‌ تیریو د ادعاګانو نه وروسته له خپلې دندې د استعفا کولو  پریکړه وکړه.

1689363
د نیویارک والي پر هغه د لګیدولو جنسي‌ تیریو د تورونو له امله استعفا کولو ته اړ شو

 

هغه خپله د استعفا کولو پریکړه وروسته د هغه اعلان کړه چې د هغه په اړه د جنسي‌ تیریو د ادعاګانو نه وروسته ډیرې سختې نیوکې او غبرګونونه پیل شول.

هغه خبري‌ غونډې ته وویل چې د دندې نه د ګوښه کولو مسئله کیدای شي‌ چې میاشتې میاشتې دربر ونیسي‌ او ددې ترڅنګ ډیر پر مصرفه خبره ده. همداشان په ډیرو حساسو شرایطو کې قرار لرو چې دا د حکومت لپاره د مرګ او ژوند خبره ده. نه غواړم چې خپل قیمتي‌ وخت او انرژې هسې بې ځایه او عبس په مصرف ورسوم.

کومو پر هغه لګیدلي‌ ټول تورونه رد کړ او خپل ځان په اړه يي د نیویارک د څارنوال لخوا په جوړ شوي‌ راپور هم سخته نیوکه وکړه.

هغه وویل چې دا راپور ډیر نیمګړی دی او ډیر زیات ستونزې لري. هغه وویل چې نامناسبه چلند او جنسي‌ تیري‌ ترمنځه ډیر فرق لري.

هغه وویل دا چې زما خبرو ۱۱ ښځې ډیرې اغیزمنه کړي‌ دي د هغوې نه بښنه غواړم.

هغه وویل چې د خپل ټولو چلندونو مسئولیت منم. د انسانانو سره مې ډیر نږدې او تود چلند کړی دی. د هغوی په غیږکې نیولو او مچي‌ کولو نه مې ډډه نده کړې.

زما په اند ما د سرحد نه خپه نده اړولې خو پدې نه پوهیږم چې سرحد چیرته پایته رسیږي. پدې برخه کې مې باید ډیر د دقت نه کار اخیستی وی او د کولتونو توپیر ته مې توجه کړې وی خو له بده مرغه چې دا کار مې ندی کړی.

د ویلو ده چې د نیویارک د والي‌ کومو پر ځای به د هغه مرستیاله کیټي‌ هوکل د نیویارک د والۍ په توګه وټاکل شي.

دا به لومړنۍ میرمن وي‌ چې د نیویارک د والۍ په توګه په دنده ګمارل کیږي.



اړوند خبرونه