امریکا : د کابل د امنیت مسئولیت ترکیې ته سپارل د امریکا او متحدینو لپاره حیاتي اهمیت لري
امریکا : د کابل په هوایي ډګر کې د هر ډول امنیتي ستونزې په صورت کې په افغانستان کې د امریکا او متحدینو هیوادونو ډیپلوماتیک موجودیت ناممکن کیږي
امریکا متحده ایالتونو ددې خبرې په ټینګار وویل چې د کابل د هوایي ډګر د امنیت مسئولیت ترکیې ته سپارل حیاتي اهمیت لري.
دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو سلاکارۍ وکټوریا نولاند وکړې.
هغه وویل چې په افغانستان کې د ډیپلوماتیک پلوه د امریکا د قوي موجودیت لپاره د کابل د هوايي ډګر د امنیت مسئله ډیره زیاته مهمه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو سلاکارې وکټوریا نولاند د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې پوښتنې ځواب کړې. هغه د کابل د هوايي ډګر د امنیت د مسئلې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې" د کابل د نړۍوال هوایي ډګر امنیت مسئولیت ترکیې ته سپارل حیاتي ارزښت لري . په ځانګړې توګه پدې هیواد کې د امریکا قوي ډیپلوماتیک موجودیت له پلوه."
نولاند زیاته کړه چې واشنګټن د انقرې سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ګډون د اوکراین او لیبیا په څیر په سیمه ایزو مسئلو کې ډیر نږدې همکاري لري. هغې وویل چې د سوریې په شمال کې د ترکیې مبارزه او څلور میلیونو تنو کډوالو چې هره شیبه په نړۍ کې د کډوالو جدي بحران رامنتځته کولای شي د پناه ورکولو سره نړۍ د یو ستر بحران نه ژغورل او دا کسان د اسد رژیم د بریدونو نه ژغورل ډیره مهمه خبره ده.
هغې ددې خبرې په ټنیګار وویل چې مونږ پدې مسئلو کې د ترکیې د احسانونو مدینون او منندوی یو.
هغه وویل په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي ماموریت د پایته رسیدو او ددې هیواد نه د ټولو پوځیانو د ویستو نه وروسته ترکیې د کابل د هوايي ډګر د امنیت مسئله د په غاړې اخیستو ته چمتوالی ښودلی دی. امریکا د ترکیې ددې اقدام نه تر وروستۍ درجې خوښ او راضي دی.
د ترکیې دا ګام په اصل کې په افغانستان کې د امریکا او د امریکا د متحدینو قوي ډیپلوماتیک موجودیت له پلوه حیاتي اهمیت لري.
که چیرې د کابل د هوايي ډګر امنیت خوندي نشي او یا خوندي نه وي د امریکا په ګډون هیڅ کوم هیواد په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک موجودیت ته دوام ورکولای نشي.
ترکیه پخپله د افغانستان خلکو او د سیمې د نورو هیوادونو او خلکو سره هم ځانګړې اړیکې لري.
هغې ددې خبرې په ټینګار وویل سره ددې چې د واشنګټن او انقرې ترمنځه د اس ۴۰۰ دافع هوا توغندیو او سیستم په اړه ځینې لا ینحلې مسئلې شتون لري خو ترکیه د نړۍ په څلورو ګوډونو کې د ناټو سازمان د ماموریت یو ډیره مهمه پارچه ده او ناټو سره ډیره مرسته کوي.
د کابل د هوايي ډګر د امنیتي مسئولیت د مسئلې په اړه د انقرې او واشنګټن تخنیکي هیئتان مذاکراتو ته دوام ورکوي. ددې مسئلې د نهايي کولو په خاطر په ګډه سره کار کوي.