روسیې د افغانستان د مزار شریف ښار نه خپل ډیپلوماټان وویستل
روسیې د افغانستان په شمال کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو له امله د مزار شریف ښار نه خپل ډیپلوماټان وویستل
1674428
روسیې د افغانستان د مزار شریف ښار نه خپل ډیپلوماټان وویستل او اوزبیکستان ته يي انتقال کړل.
د اوزبیکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند یوسف کابل جانوف د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې روسیې فدراسیون د افغانستان د مزار شریف په ښار کې د خپلې جنرال قونسلګرۍ ټول ډیپلوماټان په ډیره خوندي توګه اوزبیکستان ته راانتقال کړي دي.
د ویلو ده چې روسیې وروسته د هغه د مزار شریف ښار نه خپل ډیپلوماټان وویستل چې طالبانو د افغانستان په شمال کې د اوزبیکستان سره په پوله کې یو زیات شمیر سیمې ونیولې.
همداشان د طالبانو د بریدونو په نتیجه کې نږدې سل تنه افغان سرتیري هم اوزبیکستان ته پناه ورړولو ته مجبور شوي وو