په میانمار کې د ۴۰ تنو پوځیانو د وژل کیدو ادعاء شوې ده
په میانمار کې د پوځ او کودتا مخالفو وسله والو ډلو ترمنځه په نښته کې لږ تر لږه د ۴۰ تنو پوځیانو د وژل کیدو ادعاء شوې ده.
په میانمار کې د کودتا د مخالفینو لخوا جوړو شوو د خلکو دفاعي ځواکونو ویلي دي چې کودتاچي حکومت پوځیانو د جولای په ۲ مه نیټه د ساګینګ په سیمه کې د پر ملکي وګړو بریدونه وکړل چې وروسته ددوې سره په نښته کې ښکیل شول.
پدې نښتو کې لږ تر لږه ۴۰ تنه پوځیان وژل شوي او ۳ پوځي موټرې له منځه وړل شوي دي.
د بله پلوه په سیمه کې فعالیت کوونکي د کودتا یوې بلې مخالفې ډلې د کاچین خپلواکه پوځ ویلي دي چې پدې نښتو کې د خلکو د دفاعي ځواکونو قوي ملاتړ کړی دی.
د میانمار پوځ د ۴۰ تنو سرتیرو د وژل کیدو د ادعاء په اړه څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې په میانمار کې پوځ د روان کال د فبروري په لومړۍ نیټه په ټاکنو کې د درغلۍ د ترسره کیدو په بهانه د منتخب حکومت پر خلاف کودتا وکړه او منتخب سیاسي مشران يي ونیول او زنداني کړل.
پوځ په هیواد کې د یو کال لپاره بیړنی حالت اعلان کړ.
د بله پلوه د میانمار د منتخب حکومت مشرې اونګ سانګ سو چي د زندان نه په خپلو پلویانو د کودتاچي پوځ پر خلاف لارو او سړکانو ته د راوتلو او مظاهرو غوښتنه وکړه. ددینه وروسته د میانمار خلکو د کوتاچیانو پر خلاف په مظاهرو پيل وکړ. د مظاهرو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۸۹۸ تنه مظاهره کوونکي وژل شوي او په زرګونو تنه نور ټپیان شوي او د نیول شوي دي.