په کاناډا کې د هوا د ډیر زیات تودوخي‌ له امله  مړینې دوام لري.

په کاناډا کې په تیرو پنځو ورځو کې ۴۸۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

1667982
په کاناډا کې د هوا د ډیر زیات تودوخي‌ له امله  مړینې دوام لري.

 

د برتش کولمبیا ایالت چارواکیو ویلي دي چې پدې ایالت کې د مړو شمیره د نورمال حالت نه درې برابره لوړه شوې ده .

پدې ایالت کې په  تیرو پنځو ورځو کې ۴۸۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. ویل کیږي‌ ډیری کسانو د ډیرې زیات تودوخي‌ له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

د برتش کولمبیا ایالت د عدلي طب د ادارې مشرې لیزا لا پوینټ ویلي‌ دي‌ چې په کاناډا کې او په ځانګړې توګه په برتش کولمبیا ایالت کې سږ کال د ډیرې زیاتې تودې هوا او تودوخي‌ د قوي‌ څپې له امله د مړینو شمیره ۳ برابره لوړه شوې ده . پداسې حال کې چې په نورمال حالت کې د ایالت په کچه  په اوسط ډول د مړو شمیره ۱۶۵ تنه ده درې برابره لوړه شوې او ۴۸۶ تنو ته لوړه شوې ده.

هغوې ویلي دي چې په تیرو پنځو ورځو کې په ایالت کې لږ تر لږه د ۴۸۶ ناڅاپي مړینو راپور ورکړ شوی دی چې دا د نورمال حالت درې برابره دی.

هغې ویلي دي‌ چې په ایالت کې د مړینو شمیره ۱۹۵ سلنه ډیره شوې ده . همداشان د نوو راپورونو سره کیدای شي چې دا شمیره لا زیاته لوړه شي.

متخصصینو په کانال کې د وروستۍ تودوخي‌ نه د ګرمۍ ګنبد په توګه یادونه کړې ده. په بعضو ښارونو کې د تودوخی  د سانتي‌ ګراټ  په کچه ۴۹ عشاریه ۹ سلنې ته لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه