د امریکا د افغانستان نه وروسته د منځني ختیځ د یو زیات شمیر هیوادونو نه هم سرتیري وباسي
امریکا متحده ایالتونه د افغانستان نه وروسته د منځني ختیځ نه هم خپل په سلګونو تنه سرتیري ، جنګي الوتکې او دافع هوا سیستمونه وباسي.
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون ویلي دي چې د افغانستان نه وروسته به د کویټ ، عراق، اردن او سعودي عربستان نه هم خپل یو زیات شمیر ځواکونه وباسي.
د پنټاګون د ویندوی د دفتر لخوا د اناتولیا خبري اژانس ته ویل شوي دي چې د امریکا د دفاع وزیر د مرکزي ځواکونو قومندانۍ ته په روان اوړي کې د منځني ختیځ د بعضو هیوادونو نه په سر کې د دافع هوا سیستمونه او په سلګونو تنه سرتیري او جنګي الوتکو د ویستو امر کړی دی.
ویندوی ویلي دي چې د نوموړو دافع هوا سیستمونو ، الوتکو او مهماتو نه یوه برخه يي د بیارغونې او مدرنیزه چارو په خاطر امریکا ته او ځینې نور يي په نورو هیوادونو کې د امریکا په پوځي هډو کې ځای په ځای کیږي.
په څرګندونو کې ددې عملیاتو د امنیت په خاطر د ډیرو زیاتو معلوماتو ورکولو نه ډډه شوې ده .
په څرګندونې کې ویل شوي دي چې دا پریکړه په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د پوځي هډو د کوربه هیوادونو سره په سلامشوره کې شوې ده . دا پریکړه او بدلون د امریکا د ملي امنیت ګټو او منافعو ته هیڅډول زیان نه رسوي. هیڅډول منفي اغیزې هم نکوي. همداشان امریکا به په سیمه کې د هر ډول احتمالي خطر پر وړاندې سمدلاسه او په خپل وخت د مداخلې او ځواب ورکولو په خاطر د سیمې نه خپل ټول ځواکونه نه وباسي.
د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې تیره ورځ د امریکايي چارواکیو له قوله چې د نوم د اخیستو نه يي پرته شوې وه ویلي وو چې ولسمشر بایدن د افغانستان نه وروسته د کویټ، عراق، اردن او سعودي عربستان نه د خپلو په سلګونو تنو سرتیرو او پوځي سامان الاتو د ویستو امر کړی دی.
ویل کیږي چې ددې عسکرو ، دافع هوا سیستم او الوتکو لویه برخه به د سعودي عربستان نه وویستل شي.
د ویلو ده چې امریکا د ایران لخوا د مخامخ تهدیدونو له امله په سیمه کې د ۲۰۲۰ کال د جنوري په میاشت کې په عراق او کویټ کې پاتریوت دافع هوا سیستم ځای په ځای کړل.
اړوند خبرونه
اوکراین د روسیې اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
اوکراین په دونیتڅک سیمه کې د روسیې اړوند د یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.