په میانمار کې د ۸۰ تنو سرتیرو د وژل کیدو ادعاء شوې ده
په میانمار کې د پوځ او پاڅون کوونکو ترمنځه په نښته کې لږ تر لږه د ۸۰ تنو سرتیرو د وژل کیدو ادعاء شوې ده .
د میانمار په ختیځ کې کایاه په ایالت کې د پوځ او کودتا مخالفو وسله والو قومي ډلو ترمنځه سخته نښته شوې ده . پدې نښته کې د میانمار د پوځ د ۸۰ تنو سرتیرو د وژل کیدو ادعاء شوې ده .
په میانمار کې د کودتا مخالفې د کارن ملتونو دفاعي ځواکونو ویاند د کایاه په ایالت کې د حکومتي ځواکونو سره د سختې نښتې نه خبر ورکړی دی.
ویاند چې د خپل نوم د اخیستو نه ډډه کړې ده خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پرون د میانمار د پوځ ۱۵۰ کسیزه ډله چې د کایاه ایالت په مرکز لیکوکاو ښار کې عملیاتو ته روانه وه په لاره کې د مخالفو وسله والو قومي ډلو د ځواکونو د کمین سره مخامخ شوه.
پدې نښته کې د میانمار د پوځ لږ تر لږه ۸۰ تنه سرتیري ووژل شول. د میانمار پوځ بیا د وژل شوو سرتیرو د غچ اخیستو په خاطر په دیموسو سیمه کې په ملکي استوګڼځایونو هوايي بریدونه وکړل.
د بله پلوه د میانمار پوځ د نوموړي هوايي بریدونو پخلی کړی دی. پوځ ویلي دي چې دا برید يي د بې پيلوټه الوتکو سره کړی دی.
د میانمار پوځ بیا په پرونۍ نښتو کې د خپلو ځاني تلفاتو په اړه څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې په میانمار کې د پوځ لخوا د ترسره شوي کودتا پر خلاف مظاهرې دوام لري.
د میانمار پوځ د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر د میاشتې په ټاکنو کې د درغلیو د ترسره کیدو په ادعاء کولو سره د ۲۰۲۱ کال د فبروري په لومړۍ نیټه کودتا وکړه او د هیواد واک يي په لاس کې ونیو.
پوځ د میانمار منتخبه مشره اونګ سان سو چي او د هغه د ګوند ډیری چارواکي ونیول او زنداني کړل. پوځ د یو کال لپاره په هیواد کې اضطراري حالت اعلان کړ.
په میانمار کې د کودتا پر خلاف په روانو مظآهرو کې تر اوسه پورې نږدې ۸۵۰ تنه مظآهره کوونکي وژل شوي دي.