د نایجیریا د پوځ د لوی درستیز الوتکې سقوط وکړ.
د نایجیریا د پوځ لوی درستیز د الوتکې د سقوط په پيښه کې ووژل شو
1643652
د نایجیریا د پوځ د لوی درستیز ستر جنرال ابراهیم اتاهیرو الوتکې د کادونا په ایالت کې سقوط کړی دی.
د نایجیریا د هوايي ځواکونو د عامه اړیکو او رسنیو مشر ادوارد ګابوکت خبري رسنیو ته ویلي دي چې د لوی درستیز الوتکې د کادونا ایالت د نړۍوال هوايي ډګر ترڅنګ لویدلې ده.
هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې د لوی درستیز اتاهیرو سربیره ۸ تنو پوځیانو او د الوتکې پیلوټانو هم ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه زیاته کړې ده چې د الوتکې د لویدو لامل تر اوسه پورې معلوم ندی خو په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي.
د نایجیریا ولسمشر ددې پیښې په اړه ژوره خواشیني ښودلې او ویلي دي چې دې پيښې د زړه له تله خواشینی کړی دی.