په میانمار کې د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره ۸۰۵ تنو ته لوړه شوه.
په میانمار کې د کودتاچي نظام پر خلاف مظاهرې دوام لري
په میانمار کې د سیاسي زندانیانو د ملاتړ کمیټې ویلي دي چې پدې هیواد کې د امنیتي ځواکونو لخوا د مظاهره کوونکو پر خلاف شدت او خونړي بریدونه دوام لري.
د یادې شوې کمیټې د خبر له مخې په میانمار کې امنیتي ځواکونو تیره ورځ د ۳ تنو نورو مظاهره کوونکو د وژلو سره د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره ۸۰۵ تنو ته لوړه شوه.
همداشان ددې سربیره تر اوسه پورې ۴۱۴۶ تنه مظاهره کوونکي نیول شوي دي چې د ۱۷۲۲ تنو د زنداني کیدو حکم شوی دی.
د بله پلوه په نوموړي هیواد کې د کاچین په نامه د ازادۍ ځواکونو د حکومتي ځواکونو پر خلاف بریدونو ته دوام ورکوي.
نوموړو ځواکونو د میانمار د پوځ اړوند یو زیات شمیر د تیلو ټانکرانو ته اور ورته کړ.
د یادولو وړ ده چې میانمار پوځ د روان میلادي کال د فبروري په لومړۍ نیټه د هیواد په ټولټاکنو کې د درغلیو د د ترسره کیدو په بهانه کودتا وکړه او د هیواد منتخب حکومت يي وپرزو.
پوځ د منتخب حکومت مشران ونیول او زنداني کړل. د میانمار د منتخب حکومت مشرۍ پر خلکو د کودتاچي نظام پر خلاف د مقامت او مظاهرو غږ وکړ چې د فبروري د شپږمې نیټې نه وروسته پدې هیواد کې پراخه مظاهرې پيل شوې.
د میانمار کودتاچي حکومت وايي چې تر یو کاله به هیواد ټولټاکنو ته چمتو کړي.