په میانمار کې د پوځ لخوا د مظاهره کوونکو وژنې دوام لري
د میانمار پوځ ۲۰ تنه نور مظاهره کوونکي هم ووژل
میانمار کې د کودتا پر خلاف مظاهرې دوام لري. پدې هیواد کې د روانو مظاهرو په ترڅ کې د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره د ۶۳۰ تنو نه واوښته.
د میانمار امنیتي ځواکونو د باګو په ښار کې پر مظاهره کوونکو د ډزو په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مظاهره کوونکو ژوند د لاسه ورکړ.
د میانمار د رسنیو د خبر له مخې د باګو ښار ما ګا دیت په ولسوالۍ کې د عسکرو د ټولو خبرداریو سره سره د مظاهرو د دوام له امله عسکرو پر مظاهره کوونکو مخامخ ډزې وکړې.
خبري رسنیو د عیني شاهدانو له قوله لیکلي دي چې پدې ډزو کې لږ تر لږه ۲۰ تنو مظاهره کوونکو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بله پلوه د میانمار د کودتاچي حکومت یوې محکمې ۱۹ تنه مظاهره کوونکي د یو تن عسکر د وژلو په تور د اعدام په سزا محکوم کړل .
د میانمار د پوځ اړوند یو تلویزیون ویلي دي چې نوموړي ۱۹ تنه د مارچ په ۲۷ مه نيټه د یانګون په ښار کې د یو تن عسکر په وژلو تورن دي.
د همدې امله محکمې نوموړي کسان د مرګ په سزا محکوم کړي دي.
د بله پلوه د میانمار د پوځ ویاند تورنجنرال زاو مین تون د پوځ لخوا پر مظاهره کوونکو د خونړیو بریدونو نه دفاع وکړه. هغه مظاهره کوونکي د بهرنیو هیوادونو په اشاره ، مالي مرستې او غوښتنې د مظاهرو په ترسره کولو تورن کړل. هغه وویل چې د امنیتي ځواکونو لخوا د مظاهره کوونکو پر خلاف بریدونه پر ځای بریدونه دي.
همداشان هغه د پوځ لخوا د مظاهره کوونکو پر خلاف د اتوماتیک وسلو د کارولو ادعاء رد کړه. هغه وویل که چیرې د اټوماتیک وسلې نه کار اخیستل شوی وی په یو ساعت کې به تر ۵۰۰ تنو ډیر مظاهره کوونکي وژل شوي وای.
همداشان ۲۸۵۷ تنه مظاهره کوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي چې ۵۰۰ تنو د نظارت لاندې د نیولو امر شتون لري.
د میانمار پوځ د ی۲۰۲۱ کال د فبروري په لومړۍ نیټه په ټولټاکنو کې د درغلیو ترسره کیدو په بهانه کودتا وکړه. پوځ د هیواد د منتخب حکومت مشران او سیاسي څیرې زنداني کړې.
ددینه وروسته د میانمار مشرې او د بهرنیو چارو وزیرې اونګ سان سو چي د زندان نه پر خلکو د کودتاچیانو پر خلاف د مقامت کولو او لارو او سړکانو ته د راوتلو غږ وکړ.
په میانمار کې د فبروري په شپږمه نیټه د کودتاچیانو پر خلاف سترې مظاهرې پيل شوې چې په نتیجه کې تر اوسه پورې ۶۱۴ تنه وژل شوي په زرګونو تنه ټپیان شوي او په زرګونو تنه د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.