په امریکا کې په میلیونونو تنو ناقانونه کډوالو ته د تابعیت ورکولو په لاره کې لومړی ګام اوچت شو

د امریکا متحده ایالتونو د استازو مجلس امریکا ته د غیرې قانوني لارو څخه راغلو په میلیونونو تنو کډوالو ته د تابعیت ورکولو په خاطر یو ډیر مهم ګام اوچت کړ.

1604423
په امریکا کې په میلیونونو تنو ناقانونه کډوالو ته د تابعیت ورکولو په لاره کې لومړی ګام اوچت شو

 

د امریکا د استازو مجلس د قانون هغه مسوده چې له مخې امریکا ته په کوچینوالي کې د غیرې قانوني لارو څخه راغلو نږدې دوو میلیونو تنو غیرې قانوني کډوالو ته د تابعیت لار پرانیزي د ۱۹۷ مخالفو رایو په مقابل کې د ۲۲۸ موافقو رایو سره تصویب کړه.

د ویلو ده چې دا مسوده به هغه غیرې قانوني کډوالو ته چې په امریکا کې خوب لیدونکو په نامه مشهور دي د ځانګړو شرایطو د پوره کولو په مقابل کې د ځانګړي تقویم سره د امریکا تابعیت ورکړ شي.

د قانون د همدې مسودې له مخې هغه کډوالو ته چې د مختلفو هیوادونو نه د بشري لاملونو له امله امریکا ته راغلي دي د تابعیت ورکولو لار پرانیزي.

د بله پلوه د امریکا د استازو مجلس د قانون د یوې بلې مسودې په تصویبولو سره په امریکا کې د کرنۍ د سکتور غیرې قانوني کارګرانو ته د تابعیت ورکولو امکان برابروي.

دا مسوده هم د ۱۷۴ مخالفو رایو په مقابل کې د ۲۴۷ موافقو رایو سره تصویب شوه.



اړوند خبرونه