ارمنستان لومړي وزیر لوی درستیز د دویم ځل لپاره له دندې ګوښه کړ
په ارمنستان کې د لومړي وزیر او ولسمشر ترمنځه د لوی درستیز د دندې نه د ګوښه کولو اړوند اختلافات دوام لري
د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان د دویم ځل لپاره لوی درستیز له دندې ګوښه کړ. د ویلو ده چې د ارمنستان لوی درستیز په مشرۍ د پوځ قومندانانو د یو لیک په خپرولو سره د لومړي وزیر پاشینیان د استعفا غوښتنه کړې وه.
ددې پرمختګ نه وروسته لومړي وزیر پاشینیان د پوځ ددې اقدام نه د کودتا د تشبث په توګه یادونه وکړه او لوی درستیز يي له دندې ګوښه کړ. ددې ترڅنګ يي خپل پلویان او د ارمنستان ټول خلک مظاهرو ته راوبلل.
د ارمنستان ولسمشر بیا د لوی درستیز له دندې نه د ګوښه کولو پریکړه رد کړه.
د ارمنستان ولسمشر ویلي وو چې لوی درستیز د دندې نه د ګوښه کولو په اړه د لومړي وزیر پریکړه يي اساسي قانون محکمې ته لیږلې ده .
د بله پلوه د ارمنستان د لومړي وزیر دفتر د لومړي وزیر پاشینیان له قوله لیکلي دي چې ولسمشر د لوی درستیز د دندې د ګوښه کولو پریکړه نده لاسلیک کړې او د هیواد نافذه قوانینو سره سم په خپل وخت يي اساسي قانون ته هم نده انتقال کړې.
د همدې امله لوی درستیز د نن نه په اعتبار سره له دندې نه ګوښه شوی دی.
د ارمنستان ولسمشر ویلي دي چې پوره باور لري چې اساسي قانون محکمه به د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې د لوی درستیز له دندې نه د ګوښه کولو د مسئلې په اړه مناسبه پریکړه وکړي.
هغه وویل چې د اساسي قانون به هر څه ژر د مناسبې پریکړې سره موجود بحران د حل سره مرسته وکړي.