روسیې درې تنه اروپايي ډیپلوماټان نامطلوبه اشخاصو په توګه اعلان کړل
روسیې د جرمني، سویډن او پولنډ د هیوادونو درې تنه ډیپلوماټان د مخالف روس مشر نه د ملاتړ په موخه په مظاهرو کې د ګډون کولو له امله د نامطلوبه اشخاصو په توګه اعلان کړ.
همداشان د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلی دي چې ددې درې هیوادونو سفیران يي د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړي دي.
روسیې ویلي دي چې د پولنډ د سفارت ډیپلوماټانو د سانت پیترسبورګ ، د سویډن او جرمني د سفارتونو ډیپلوماټانو په مسکو کې په مظاهرو کې ګډون تثبیت کړی دی. ویل کیږي نوموړو ډیپلوماټانو د جنوري د ۲۳ مې په مظاهرو کې ګډون کړی وو.
روسیې پدې اړه خپل سخت اعتراض د نوموړو هیوادونو احضار کړو سفیرانو ته وړاندې کړی دی او ویلي دي چې دا ډول اقداماتو د ډیپلوماټیکو اصولو پر خلاف دي او د منلو وړ ندي.
همداشان روسیې د نوموړو درې تنو اروپايي هیوادونو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه. روسیې ویلي دي چې دې ډیپلوماټانو په ۱۹۶۱ کال کې لاسلیک شوي د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه د ویانا د تړون نه سرغړونه کړې چې د همدې امله يي د نامطلوبه اشخاصو په توګه اعلان کړي دي.
روسیې نوموړو ډیپلوماټانو نه هر څه ژر د روسیې نه د وتو غوښتنه کړې ده .
د بله پلوه د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس د روسیې ددې پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی دی.
ماس ویلي دي چې د روسیې دا پریکړه دا هیواد پر حق کوي نه بلکې متقابلو اړیکو ته لا زیات زیان رسوي.
ماس ویلي دي چې د جرمني نوموړي ډیپلوماټ د ویانا د تړون په مطابق د قانوني لارو نه د مسئلې په اړه د لومړي لاس معلوماتو د راټولو په خاطر سیمې تللي دي چې پدې ډول يي خپله دنده ترسره کړې ده .
همداشان هغه خبرداری ورکړی دی که چیرې روسیه پدې پریکړې بیا کتنه ونکړي دوی هم اړ کیږي چې په متقابل اقدام لاس پورې کړي.
د بله پلوه د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي سیاستونو عالي استازي حوزیف بورل د روسیې دا پریکړه په کلکه توګه غندلې ده او ویلي دي چې پدې ډیپلوماټانو لګول شوي تورونه چې ګواکې د ډیپلوماتیکو اصولو پر خلاف يي عمل کړی په کلکه توګه ردو.
هغه هم په روسیې غږ کړی دی چې پدې پریکړې بیا کتنه وکړي .