یوې جمهوریت پلوې وکیلې د بایدن د استیضاح غوښتنه وکړه

د امریکا د استازو د مجلس جمهوریت پلوي ګوند یوې وکیلې مارجوري ګرین د نوي منتخب ولسمشر جو بایدن د استیضاح په خاطر استازو مجلس ته وړاندیز وړاندې کړ.

1568940
یوې جمهوریت پلوې وکیلې د بایدن د استیضاح غوښتنه وکړه

د امریکا د استازو د مجلس جمهوریت پلوي ګوند یوې وکیلې مارجوري ګرین د نوي منتخب ولسمشر جو بایدن د استیضاح په خاطر استازو مجلس ته وړاندیز وړاندې کړ.

پداسې حال کې چې د امریکا نوي منتخب ولسمشر جو بایدن یواځې ۲ ورځې مخکې د جنوري په شلمه نیټه د لوړې د کولو په رسمي توګه خپله دنده پيل کړه د جمهوریت پلوو ګوند  یوې وکیلې  پر هغه د واک نه د ناوړه ګټې پورته کولو تور ولګو.هغې استازو مجلس ته په وړاندې کړې وړاندیز کې ویلي دي چې بایدن د ولسمشرۍ صلاحیت نلري ځکه چې هغه د واک نه د ناوړه استفادې سابقه لري . دا پخپله ددې ښکارندويي کوي چې خپل زوی د ژغورنې او خپلو شخصي جیبونو د ډکولو په خاطر هر څه کولای شي.

د امریکا د استازو د مجلس غړې مارجوري ګرین د ولسمشرۍ د ټاکنو نه مخکې ویلي وو چې د بایدن د ګټلو په صورت کې به د هغه د استیضاح په خاطر لومړی ګام اوچت کړي.

ګرین د استازو مجلس ته د بایدن د استیضاح کولو وړاندیز وړاندې کړ او  په اوکراین کې د بایدن د زوی  مسئلې ته اشاره کړې ده .

د ویلو ده چې د امریکا د استازو په مجلس کې اکثریت د ډیموکراټ ګوند په لاس کې دی. د همدې امله ددې وړاندیز منل ناممکنه خبره ده خو د بایدن پر خلاف چې یواځې دوه ورځې مخکې د ولسمشر په توګه دنده پیل کړه دا ډول یو ګام په سمبولیکه توګه که هم وي د ټولو توجه جلب کړې ده .

 



اړوند خبرونه