په واشنګتن کې د کانګرس ودانۍ ترڅنګ یو تن د جعلي ځانګړي کارت او ډکې وسلې سره نیول شوی دی

په امریکا کې د جو بایدن د لوړې د مراسمو په خاطر ډیر کلک امنیتی تدابیر نیول شوي دي

1565168
په واشنګتن کې د کانګرس ودانۍ ترڅنګ یو تن د جعلي ځانګړي کارت او ډکې وسلې سره نیول شوی دی

په امریکا متحده ایالتونو کې د جنوري په شلمه د نوي منتخب ولسمشر جو بایدن د لوړې د مراسمو په خاطر د نیول شوو کلکو امنیتي تدابیرو په چوکاټ کې په واشنګټن کې کانګرس ودانۍ ترڅنګ یو تن د جعلي اعتبار کارت سره چې یواځې مسئولو کسانو او ژورنالستانو ته ورکول کیږي نیول شوی دی.

پولیسو د نوموړي شکمن کس سره یو میل ډکه او برید ته اماده شوې تبانجه او په سلګونو مرمۍ هم نیولي دي.

ویل کیږي نوموړی شکمن کس د ماښام په ناوخته ساعتونو کې د کانګرس د ودانۍ په شاوخوا کې د ګرځیدو پر مهال ونیول شو. پولیسو چې کله هغه ودرو پولیسو ته يي ځانګړی اعتبار کارت مخکې کړ. پولیسو د نوموړي په حرکاتو د شک کولو سره د هغه د ځانګړي کارت په اړه يي څیړنې وکړې چې په نتیجه کې معلوم شو چې دا کارت جعلي دی.

پولیسو د شکمن کس د نیولو نه وروسته د هغه په موټر کې هم څیړنې وکړې. ددې کس سره یوه تیاره ډکه تبانجه او ۵۰۹ مرمۍ ونیول شوې.

نیول شوي کس ډیره لویه جرمي سابقه هم درلوده. پولیسو ویلي دي چې نیول شوی کس ددینه وړاندې په کراتو د غیري قانوني وسلو د ګرځولو یو زیات شمیر نورو جرمونو له امله زنداني شوی دی.

د ویلو ده چې په واشنګټن کې ډیر کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي. په واشنګتن کې او د کانګرس ودانۍ په شاوخوا کې د څه باندې ۲۰ زرو تنو ملي ګارد سرتیرو سربیره په زرګونو تنه پولیس هم په دنده ګمارل شوي دي.

د ښار ټولې دخولي او خروجي دروازو کې امنیتي او د کنټرول نقطې جوړې شوي دي. د ښار هر لوري ته د پولیسو لخوا موانع ځای په ځای شوي دي.

ډیری سیمو ته یواځې د ځانګړي اعتبار کارت لرونکو او موټرو ته د داخلیدو اجازه ورکول کیږي. یو زیات شمیر سیمې د خلکو او ټرافیک پر مخ تړل شوي دي.

د بله پلوه په واشنګټن کې یو زیات شمیر مغازو او هټۍ ګانو د احتمالي مظاهرو کې د خپلو مالونو او د خوندي ساتلو په خاطر خپل دوکانونه په ډیرو ډبلو ډبلو تختو پوخلي دي.

د ویلو ده چې د جنوري په شپږمه نیټه د ولسمشر ټرمپ پلویانو په پلازمینه واشګټن کې د مظاهرې پر مهال د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ چې په نتیجه کې د یو تن پولیسو په ګډون ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ. همداشان برید کوونکو د کانګرس ودانۍ د ۴ ساعتونو لپاره اشغال کړې وه.

د امریکا د استازو مجلس ددې پیښې نه وروسته  ولسمشر ډونلد ټرمپ  خلک بلوا ته د هڅولو په تور د استیضاح بهیر پيل او هغه يي استیضاح کړ. د هغه د استیضاح مسئله مشرانو جرګې ته استول شوې ده . وروستۍ پریکړه به مشرانو جرګه وکړي چې ایا ټرمپ ګرم دی او که نه



اړوند خبرونه