په امریکا کې په یوې کلیسا کې خونړی برید شوی

د امریکا د تکزاس په ایالت کې په کلیسا وسله وال برید شوی

1556593
په امریکا کې په یوې کلیسا کې خونړی برید شوی

د امریکا متحده ایالتونو د تکزاس په ایالت کې په یوې کلیسا د وسله وال برید په نتیجه کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د تکزاس ایالت والي ګریګ ابوټ خبري رسنیو ته وویل چې نن یکشنبه د جنوري دریمه د تکزاس ایالت د وینونا په سیمه کې د استارویل متدیست په کلیسا وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې یو تن مړ او ګن شمیر کسان ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې زمونږ زړه ددې وحشت نه ډکې پیښې د قربانیانو د کورنیو او د ټپیانو سره دي.

هغه ویلي دي چې د خپلو زړورو پولیسو نه ډیره مننه کوم چې برید کوونکی يي نیولی دی.

هغه ویلي دي چې د تکزاس د خلکو نه غوښتنه کوم چې زمونږ سره د قربانیانو او ټپیانو لپاره په دعاء کې شریک شي.

د هغه کسانو لپاره چې پدې وحشتناکه پیښه کې ژوند د لاسه ورکړی او ټپي شوي دي دعاء وکړو.

هغه ویلي دي چې د تکزاس ایالت د عدالت د تامینولو په خاطر د پولیسو او ځايي چارواکیو سره د نږدې  نه همکاري کوي.

هغه وویل چې ددې سیمې د خلکو غوښتنه د عدالت تامین دی.

د پیښې ټپیانو روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي. د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.



اړوند خبرونه