په مالي هیواد کې پر فرانسوي ځواکونو چاودنه شوې ده .
په مالي هیواد کې د یوې اونۍ په دننه کې د دویم ځل لپاره پر فرانسوي ځواکونو خونړی برید وشو
1556265
د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د مالي په شمال کې د میناکا په سیمه کې پر فرانسوي سرتیرو چې د عملیاتو پر مهال بمي برید شوی دی.
پدې برید کې دوه تنه فرانسوي سرتیري مړه او یو تن بل ټپي شوی دی.
د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د وژل شوو سرتیرو کورنیو تسلیت وړاندې کړې او د هغوې سره غمشریکې کړې د ه.
د ویلو ده چې د یوه اونۍ مخکې د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۲۸ مه نيټه هم په مالي کې د فرانسوي ځواکونو پر زغروال موټر چاودنه شوې وه چې په نتیجه کې ۳ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی وو.
د تیر برید مسئولیت د په مالي کې د القاعدې یوې څانګې په غاړه اخیستی وو.