په امریکا کې وسله وال برید شوی چې له امله يي ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د امریکا په متحده ایالتونو کې په باولینګ په یو کلپ وسله وال برید شوی دی.
1552596
د امریکا د ایلینویس ایالت اړوند د راکفورد په ښار کې د باولینګ په یو کلپ وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې درې تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د راکفورد پولیسو مشر ډان اوشیا خبري رسنیو ته ویلي دي د راکفورد ښار د ډان کارټر لانس په سیمه کې یو تن برید کوونکي د باولینګ په یو کلپ برید کړی چې په نتیجه کې درې تنه مړه او درې تنه نور ټپیان شوي دي. هغه ویلي دي چې دا پیښه په ځايي وخت د خالي ورځ د ماسخوتن په ۶ بحو او ۵۵ دقیقو رامنځته شوې ده .
هغه وویل کله چې پولیس سیمې ته ورسیدل درې تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او درې تنه ټپیان وو چې ټپیان يي سمدلاسه نږدې روغتون ته انتقال او د درملې لاندې ونیول شول.
هغه ویلي دي چې ددې برید په تړاو یو تن ۳۷ کلن شکمن کس نیول شوی دی او څیړنې ترینه دوام لري.