کولمبیا د دوو تنو روس ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.

کولمبیا په هیواد کې د روسیې د سفارت دوه تنه ډیپلوماټان نامطلوبه اشخاص اعلان کړل

1550458
کولمبیا د دوو تنو روس ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.

 

کولمبیا په پلازمینه بوګاتا کې د روسیې د سفارت دوه تنه ډیپلوماټان پدې هیواد کې  د نامناسبو فعالیتونو د ترسره کولو له امله  د شړولو پریکړه وکړه.

د کولمبیا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې  په کولمبیا کې د روسیې د سفارت دوو تنو ډیپلوماټانو په ډیپلوماټیکو اړیکو کې د ویانا د تړون د حکمونو پر خلاف فعالیتونه ترسره کول تثبیت او تایید شوي دي.

کولمبیا د بهرنیو چارو وزارت دا دوه تنه روس ډیپلوماټان د نامطلوبو اشخاصو په توګه د اعلانولو سره د هغوې نه هر څه ژر د کولمبیا نه د وتو غوښتنه کړې ده .

د کولمبیا د سمانا انټرنټ پاڼې د خبر له مخې روس ډیپلوماټان په جاسوسۍ او د کولمبیا د انرژۍ د بڼسټونو ، تکنالوژۍ د ظرفیت او هیواد د پوځي استخباراتو په اړه د معلوماتو په راټولو تورن کړي دي.

د ویلو ده چې د کولمبیا د استخباراتو لخوا د نوموړو روس ډیپلوماټانو عسکونه اخیستل شوي دي.



اړوند خبرونه