ټرمپ د وژل شوي د ایران د اټومي ساینسپوه په اړه ټویټونه د خپلو تعقیب کوونکو سره شریک کړل

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونلد ټرمپ د ایران د اټومي پروګرام  د مهمو څیرو نه د محسن فخري زاده د مرګ د خبر د خپرولو سره جلب توجه وکړه.

1535957
ټرمپ د  وژل شوي د ایران د اټومي ساینسپوه په اړه ټویټونه د خپلو تعقیب کوونکو سره شریک کړل

 

ډونلد ټرمپ چې د خپلې ولسمشرۍ د دندې پر مهال وخت نا وخته د ایران سره ښکر په ښکر شوی دی د نوموړي هیواد د اټومي ساینسپوه فخري زاده د مرګ خبر چې د اسرائیلي ژورنالست یوسي ملمان لخوا  خپاره شوي ټویټونه د خپلو تعقیب کوونکو سره شریک کړل.

ټرمپ د اسرائیلي ژورنالست لخوا په عبراني او انګلیسي ژبه خپاره شوي ټویټونه چې پکې ویل شوي دي د ایران نه د رارسیدولو خبرونو له مخې محسن فخري زاده د تهران په ختیځ کې په دماوند کې د یو برید په نتیجه کې ووژل شو. د ایران د پټ اټومي پروګرام د مهمو څیرو فخري زاده چې د کلونو کلونو راهیسې د موساد لخوا لټول کیده وژنه د ایران لپاره د روحي او مسلکي له پلوه ډیر ستر ګوزار دی  د خپلو تعقیب کوونکو سره شریک کړي دي.

د ټرمپ لخوا د ټولنیزې مډیا له لارې د دې ټویټونو خپرولو د فخري زاده د وژنې نه د ملاتړ کولو په توګه انعکاس کړی دی.

د بله پلوه د امریکا د استخباراتو پخواني مشر جان برنان چې د ایران په اړه د ټرمپ د سیاستونو سره يي سخت مخالفت کولو د ایران د اټومي ساینسپوه فخري زاده د وژنې نه د نړۍوالو حقوقو نه د سرغړونې او ستر جنایت په توګه یادونه کړې ده .

هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې دا اقدام په ډیره بې پروا توګه ترسره شوی ډیر ستر جرم دی. د فخري زاده وژنه کیدای شي چې په سیمه کې تازه جنجالونو او نارامیو ته لاره هواره کړي.

د ویلو ده چې د ایران د اټومي پروګرام د مهمو څیرونو نه اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده تیره ورځ د مازیګر په ساعتونو کې د پلازمینې تهران د آبسرد ولسوالۍ د دماوند په سیمه کې ووژل شو.

لومړی د نوموړي د موټر په مخکې چاودنه وشوه او وروسته پرې د نورو برید کوونکو لخوا ډزې وشوې.

په برید کې د سخت ټپي کیدو نه وروسته روغتون ته انتقال کړ. په روغتون کې د ډاکټرانو  د ټولو هلو ځلو سره سره ژوند د لاسه ورکړ.

ایران ددې برید پړه پر اسرائیلو  واچوله او ګواښ يي وکړ چې خامخا به ددې برید ځواب ورکړي.



اړوند خبرونه