د اروپايي ټولنې د امنیت عالي استازی: هیڅوک باید اسلام ته د ترهګرۍ سره تړاو ورنکړي
اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو د امنیت د سیاست عالي استازي جوزیف بوریل وویل چې د اسلام او ترهګریزو فعالیتونو ترمنځه په توپیر وشي.
اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو د امنیت د سیاست عالي استازي جوزیف بوریل وویل چې د اسلام او ترهګریزو فعالیتونو ترمنځه په توپیر وشي. اسلام او ترهګري باید د یو بل جلا کړی شي.
د اسلامي ترهګرۍ په څیر جمله باید ونه کارول شي.
هغه دا څرګندونې د اسپانیا د بارسلونا په ښار کې د ویدیو کنفرانس له لارې جوړ شوي د مدیترانې لپاره اتحاد د پنځم سیمه ایز فورم کې د ګډون نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې. هغه د اسلام سره ترهګرۍ ته ارتباط ورکولو د مسئلې سره سخت مخالفت وکړ.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل " تاسې وګورۍ د ترهګرو بریدونو ترسره کوونکي په فرانسه، جرمني او یا په بل اروپايي هیواد کې زیږیدلي دي. ددوې نسلونه د شمالي افریقا نه بلکې د قفقاس په څیر د نړۍ د مختلفو سیمو نه راځي. پدې وروستیو کې په فرانسه او اتریش کې رامنځته شوو ترهګریزو بریدونو د سبب او نتیجې اړیکه باید ونه لټول شي.
دا په اصل کې په مدیترانه کې د سوسیو اقتصادي توپیرونو نه سرچینه اخلي.
هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې اسلام یو دین دی او ترهګرۍ سره هیڅډول تړاو نلري.
ترهګري فعالیتونه باید د اسلام نه جلا کړو. یعنې د ترهګرۍ او اسلام ترمنځه باید توپیر وکړو. اسلامي ترهګرۍ په څیر جمله هیڅوخت کارولی نشو.
هغه وویل چې په مدیترانه کې د شمالي او سویلي برخو ترمنځه سوسیو اقتصادي توپیرونه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو دي.
په مدیترانه کې شمالی برخې د سویلي برخو په پرتله ۱۶ برابره شتمنې دي او دا توپیر کمیږي نه بلکې برعکس د هرې ورځې په تیریدو سره ډیریږي. ډیری ستونزې د همدې مسئلې سره سرچینه اخلي.