د لسګونو تنو بې ګناه افغانانو په وژنه تورنو استرالیايي سرتیرو نه ۹ تنو يي ځان وژنه کړې

په افغانستان کې پر جنګي جرایمو تورن شوو ۹ تنو استرالیايي سرتیرو ځان وژنه کړې ده . دا خبره د ډیلي میل بریتانیايي ورځپاڼې کړې ده .

1532494
د لسګونو تنو بې ګناه افغانانو په وژنه تورنو استرالیايي سرتیرو نه ۹ تنو يي ځان وژنه کړې

 

د استرالیا دفاع وزارت تیره اونۍ ددې هیواد  د سرتیرو لخوا په افغانستان کې د ترسره شوو جنګي جنایتونو په اړه راپور خپور کړ.

پدې راپور کې ویل شوو چې استرالیايي سرتیرو په افغانستان کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځه د خپل ماموریت پر مهال ۳۹ تنه بې ګناه انسانان د نیولو نه وروسته وژلي دي.

پدې راپور کې نږدې ۲۵ تنه سرتیري د بې ګناه افغانانو په وژلو تورن  وبلل شول.

د استرالیا د دفاع وزارت په افغانستان کې ددې هیواد د سرتیرو لخوا د ترسره شوو جنګي جنایتونو په اړه د تحقیقاتو په ترڅ کې د نږدې زرو تنو سره مخامخ لیدنې کړي او دې کسانو ټولو ددې جنایتونو په اړه شاهدي کړې ده .

د استرالیايي سرتیرو لخوا د بې ګناه افغانانو د وژنې د په ډاګه کیدو نه وروسته  ترکیې هم سخت غبرګون وښود.

د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن د بې ګناه افغانانو د وژنې نه د مدرن بربریت په توګه یادونه وکړه.

د بله پلوه  ډیلي میل بریتانیايي ورځپاڼې بیا ویلي دي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو په وژنو تورن د استرالیايي سرتیرو نه  ۹ تنو يي ځان وژنه کړې ده . ورځپاڼې ویلي دي چې دې سرتیرو د تیرو ۳ اونیو په دننه کې ځان وژنه کړې ده .



اړوند خبرونه