په قرغیزستان کې ولسمشر استعفا وکړه او صلاحیتونه يي د مظاهره کوونکو لخوا اعلان شوي لومړي وزیر واخیستل

په قیرغیزستان کې د مظاهره کوونکو لخوا د زندان نه ازاد شوي او د لومړي وزیر په توګه دنده پیلوونکی صدر جباروف د ولسمشر سورون بای جینیبیکوف د استعفا نه وروسته د ولسمشر صلاحیتونه هم  په غاړه واخیستل.

1509995
په قرغیزستان کې ولسمشر استعفا وکړه او صلاحیتونه يي د مظاهره کوونکو لخوا اعلان شوي لومړي وزیر واخیستل

 

صدر جباروف په پلازمینه بشکیک کې د لومړي وزیر د دفتر په مخکې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل « د ولسمشر جینیبیکوف د استعفا نه وروسته د پارلمان رئیس کانات عیسی یوف د ولسمشرۍ د مسئولیتونو د په غاړه اخیستو نه ډډه وکړه او وویل چې دې دندې ته چمتو ندی. پدې اړه يي رسمي مکتوب رالیږلی دی.

پدې ډول د ولسمشرۍ صلاحیتونه يي هم ماته راوسپارل »

د ویلو ده چې په قیرغیزستان کې د اکتوبر په څلورمه نیټه د ترسره شوو پارلماني ټاکنو نه وروسته مخالفو ګوندونو د ټاکنو د پایلو د لغوه کولو په خاطر مظاهرې پیل کړې چې وروسته دا مظاهرې په تاوتریخوالي بدلې شوې. مظاهره کوونکو د ولسمشرۍ ماڼۍ او وروسته بیا پارلمان ودانۍ اشغال کړه.

همداشان مظاهره کوونکو په زندانونو چاپه واچوله او زنداني جباروف او پخوانی ولسمشر المازبیک يي له زندان نه خلاص کړ.

مظاهره کوونکو جباروف د نوي لومړي وزیر  په توګه اعلان کړ. همداشان په هیواد کې د تاوتریخوالي  د کچې د لوړیدو له امله ولسمشر د جباروف په مشرۍ کابینه او حکومت تایید کړ . همداشان تیره ورځ د قبرغیزستان ولسمشر بیا له خپلې دندې استعفا وکړه او وویل چې د هیواد ګټې د هر څه نه لوړې دي.



اړوند خبرونه