اذربایجان په قره باغ کې پرمختګ ته دوام ورکوي

اذربایجان د ارمنستان تر اشغال لاندې د خپلې خاورې د ازادولو په خاطر عملیات ته دوام ورکوي

1502145
اذربایجان په قره باغ کې پرمختګ ته دوام ورکوي

 د اذربایجان پوځ د ارمنستان تر اشغال لاندې د خپلو خاورې د ازادولو په خاطر پیل کړي‌ عملیات دوام لري. د ارمنستان وسله وال ځواکونه پرمختګ ته دوام ورکوي.

د ارمنستان پوځ د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې تیر شپه او نن ورځ يي د ارمنستان ځواکونه ته درانده ځاني‌ او مالي‌ زیانونه اړولي دي.

د ارمنستان د ځواکونو یو زیات شمیر ټانکونه، زغروالې موټرې، توپونه، دافع هوا سیستمونه او توغندیو دستګاګانې له منخه وړي‌ دي.

همداشان د اذربایجان پوځ د عملیاتو اړوند ځیني‌ فلمونه هم خپاره کړي‌ دي. پدې فلمونو کې د اذربایجان د ځواکونو لخوا د ارمني‌ ځواکونو د درندو وسلو  او سرتیرو د لمنځه وړو صحنو ته ځای ورکړی دی.

د اذربایجان ځواکونه پرمختګ ته هم دوام ورکوي . ځینې مهمې نقطې نیولي‌ دي. د اذربایجان ځواکونو ځیني  ارمني‌ سرتیري‌ اسیر هم نیولي دي.



اړوند خبرونه