پّ امریکا کې د مړي پر کور وسله وال برید شوی
د امریکا متحده ایالتونو د ویسکونسین ایالت اړوند د میلواکي په ښار کې د مړي پر کور وسله وال برید ترسره شوی دی.
1500571
د ویسکونسین ایالت پولیسو ویلي دي چې د میلواکی په ښار کې د مړي پر کور وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې ۷ تنه ټپيان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې برید د غرمې د ۱۲ نیمو بجو په شاوخوا کې د مړي په کور چې ګن شمیر خپلوان او دوستان پکې راټول شوي وو ترسره شوی دی.
پولیسو ویلي دي چې پدې برید کې د ټپي شوو کسانو عمرونه د ۲۴ او ۴۸ کلونو ترمنځه دي.
پولیسو ویلي دي کله چې د برید په اړه خبر ترلاسه کړ او د پيښې ځای ته ورسیدل ۷ تنه يي په سیمه کې ټپي ولیدل.
ټپیان سمدلاسه روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دی. د ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.
د میلواکي د ښار ښاروال ټام باریټ رسنیو ته ویلي دي چې دا برید د یو موټر نه د جنازې پر کور شوی دی.
پولیسو د پیښې په اړه تحقیقات پيل کړي دي.