د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لخوا د امریکا د ولسمشر ډونلد ټرمپ په اړه ډیر جدي ادعاء شوې ده .
نیویارک ټایمز : ټرمپ د تیرو لسو کلونو راهیسې مالیه نده ورکړې
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ولسمشر ټرمپ د تیرو لسونو کلونو راهیسې د هیڅډول مالیې د نه ورکولو ادعاء کړې ده .
یادې شوې ورځپاڼې ویلي دي چې ټرمپ د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو په دننه کې یواځې ۷۵۰ او ۷۵۰ ډالره مالیه ورکړې ده .
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ولسمشر ټرمپ د مالیې د پورونو په اړه خبر خپور کړی دی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ټرمپ د مالیې اسناد ترلاسه کړي دي. یادې شوې ورځپاڼې لیکلي دي چې ټرمپ د تیرو ۱۰ کلونو راهیسې مالیه نده ورکړې حال دا چې په میلیونونو ډالره د مالیې پوروړی دی.
یادې شوې ورځپاڼې ویلي دي چې د ولسمشر ټرمپ اړوند شرکتونو ضرر تر ګټې اوښتی دی چې د همدې امله د تیرو لسو کلونو راهیسې مالیه نده ورکړې. یواځې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې ۷۵۰ او ۷۵۰ ډالره مالیه ورکړې ده .
د بله پلوه د امریکا ولسمشر دونلد ټرمپ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ادعاء او خبر په کلکه توګه رد کړي دي او ویلي دي چې دا ټول درواغ دي.
ټرمپ د خبریالانو هغه پوښتنې چې پدې لسو کلونو کې څومره مالیه ورکړې ته بې ځوابه پریښودې خو وویل چې د مالیې اسناد اوسمهال د تفیش لاندې دي او د تفتیش د خلاصیدو نه وروسته به يي د رسنیو ته شریک کړي.