په امریکا کې په وسله وال برید کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په نیویارک کې وسله وال برید شوی

1493625
په امریکا کې په وسله وال برید کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک په ایالت کې په وسله وال برید کې ۱۸  تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امریکايي رسنیو د خبر له مخې دا پيښه د نیویارک ایالت د روچیسټر ښار د پنسلوانیا په جاده کې رامنځته شوې ده.

ویل کیږي برید کوونکي‌ په سیمه کې په راټولو شوو خلکو ډزې وکړې چې دوه تنه پکې مړه او ۱۶ تنه نور ټپیان شول. پولیسو پدې پيښه کې د وژل شوو کسانو هویت په اړه څه ندي ویلي خو ویلي‌ دي‌ چې په وژل شوو کسانو کې یو نارینه او یوه هم میرمن ده. ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.

برید په پارټۍ شوی دی. ویل کیږي‌ پدې پارټۍ کې  څه باندې سلو تنو ګډون کړی وو.

ویل کیږي‌ برید کوونکي‌ د برید نه وروسته د پیښې د ځای نه تیښتدلی دي. پولیسو ویلي دي چې د برید عاملین تر اوسه پورې تثبیت شوي‌ ندي او په اړه يي تحقیقات دوام لري.

د برید لامل هم معلوم ندی. 

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د پيښې په سیمه او شاخوا سیمو کې د امنیتي‌ کمرو د فلمونو او نورو شواهدو په راټولو پيل کړی دی.

د برید کوونکو د نیولو په خاطر هم پلټنې پیل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه