د جاپان لومړی وزیر استعفا کوي
د جاپان لومړی وزیر د روغتیايي ستونزو له امله استعفا کوي
د جاپان لومړی وزیر شینزو آبې له خپلې دندې استعفا ورکوي. دا خبره د جاپان رسمي خبري اژانس کړې ده .
د جاپان د خبري اژانس ان ایچ کا لومړي وزیر شینزو ابې ته د یوې ډیرې نږدې سرچینې له قوله ویلي دي چې لومړی ویر ابې د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله غواړي له خپلې دندې استعفا وکړ.
د جاپان لومړی وزیر به د خبري غونډې ته په ترڅ کې خپل استعفا رسمآ اعلان کړي.
د ویلو ده چې د جاپان لومړی وزیر د ورپیښې شوې ناروغې له امله څو ځله روغتون ته تګ مجبوره شوې ده . هغه یواځې پدې وروستۍ یوه اونۍ کې دوه خلې روغتون تللی دی.
هغه د وروستي ځل لپاره د روغتون نه د راوتلو نه روسته خبریالانو ته وویل چې د خپل معایناتو د نتیجې په اړه به وروسته تاسې سره معلومات شریک کړي.
د بله پلوه د جاپان د حکومت ویاند بیا ویلي دي چې د لومړي وزیر شینزو ابې د ځای ناستي په اړه خبرې کول د وخت نه مخکې خبره ده.