د جاپان لومړی وزیر شینزو آبې له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د جاپان لومړي وزیر استعفا وکړه
دا خبره د جاپان رسمي خبري اژانس کړې ده .
د جاپان لومړي وزیر شینزو آبې وویل چې د بعضو روغتیايي ستونزو له امله يي له دندې استعفا پریکړه وکړه.
د ویلو ده چې آبې د ۲۰۱۲ کال راهیسې د جاپان د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کوله.
آبې د جون د میاشتې د پیل راهیسې ځیني معاینات ورکړل. همداشان د جون د میاشتې د نیمايي راپدیخوا يي په هیڅ غونډه کې په منظمه توګه ګډون ندی کړی.
هغه د جون په ۱۸ مه نیټه په خبري غونډه کې ګډون کړی وو او د خبریالانو پوښتنو ته يی ډیر لنډ لنډ ځوابونه ویل.
د جاپان ملي رسنیو ویلي وو چې آبې د جولای په میاشت کې د خپل کار په دفتر کې وینه ګرځولې وه. ویل کیږي آبې کرونیک ناروغي لري.
شینزو آبې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ کال کې د لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړه چې په ۲۰۰۷ کال کې ګوند د سترې ماتې خوړولو نه وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه.
هغه د ۲۰۱۲ کال په ټاکنو کې یو ځل بیا بری ترلاسه کړی او د لومړي وزیر په توګه يي دنده پیل کړه.