امنیت شورا پر ایران د وسلو د بندیز د مودې د غځولو اړوند مسوده رد کړه.

امریکا: پر ایران به د نورو خواوو نه لا زیات بندیزونه ولګو

1473265
امنیت شورا پر ایران د وسلو د بندیز د مودې د غځولو اړوند مسوده رد کړه.

د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا پر ایران د وسلو د بندیز د مودې د غځولو اړوند مسوده رد کړه.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چې د امنیت شورا پر ایران د وسلو د بندیز د مودې د غځولو اړوند مسوده رد کړه.

پمپیو د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا چې د سولې او امنیت د ټینګښت ماموریت په غاړه لري خو نن يي خپل دا ماموریت پر ځای نکړ.

پمپیو ویلي‌ دي‌ چې د امنیت شورا پر ایران باندې د وسلو د بندیز د مودې د غځولو اړوند مسوده رد کړه. د امنیت شورا په نړۍ کې د ترهګرو ستر ملاتړي‌ هیواد ایران باندې د لسو کلونو نه وروسته د لومړي‌ ځل لپاره د هیڅډول محدودیت په نه لګولو سره د وسلو پیر پلور اجازه ورکړه او لار يي ورته پرانیسته.

د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا لخوا د نړۍوالې سولې او امنیت نه په دفاع کې  د غوڅ دریځ نه ښودل او جدي ګامونو نه اوچتول د بخلو وړ خبره نده.

د امنیت شورا نن ورځ په منځي ختیځ کې د ایران د عملیاتو او فعالیتونو له امله د ستر ګواښ سره د مخامخ د یو زیات شمیر هیوادونو پدې هیواد د وسلو د بندیز لګولو غږ ته د لبیک په نه ویلو سره یو ډیر خطرناک ګام اوچت کړ.

دا هیوادونه پدې ډیر ښه پوهیږي چې په ایران د وسلو د بندیز نه غځول به دا هیواد لا زیات ګډوډیو او ورانیو ته مخه وکړي‌ خو امنیت شورا پدې سترګو پټولو ته ترجیح ورکړه.

امریکا او په سیمه کې دوستان به هیڅوخت د امنیت په شورا کې د خپلو غوښتنو نه لاس په سر نشي. یو ترهګر رژیم ته به چې اروپا ، منځني ختیځ او نورو سیمو زړونو ته جدي‌ ګواښ مخامخ کړی هیڅکله هم په ازاده توګه د وسلو پیر پلور ته اجاره ورنکړو. پډې اړه به تر لا زیات کار وکړو.

د ویلو ده چې د ملګروملتونو د امنیت شورا ته وړاندې شوې پر ایران د وسلو د بندیزونو د مودې د غځولو مسوده د ۱۱ بې طرفه، دوو موافقو او دوو منفي رایو سره رد شوه.

د فرانسې او انګلستان په څیر اروپايي هیوادونو بې طرفه رای وکاروله. همداشان چین او روسیې بیا مخالفه رای وکاروله.



اړوند خبرونه