په واشنګټن کې خونړی وسله وال برید شوی
په واشنګټن کې د وسله وال برید له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د امریکا متحده ایالتونو په پلازمینه واشنګټن کې خونړی وسله وال برید شوی دی.
د واشنګټن ډي سي د میتروپولیتین د سیمې د پولیسو مشر پيتر نیوشام خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید د ۳ تنو لخوا شوی دی.
هغه ویلي دي چې د یو موټر نه درې تنه د راښکته کیدو نه وروسته په سیمه کې په ولاړې یوې ۹ کسیزې ډلې ډزې وکړې چې په نتیجه کې یو تن مړ او ۸ تنه نور ټپيان شول.
د پولیسو مشر ویلي دي چې د برید کوونکو نه دوه تنه يي په توپکو او یو تن بل يي په تبانجې سمبال وو.
ویل کیږي د قربانیانو نه ۸ تنه نارینه او یوه هم ښځه ده. ویل کیږي پدې برید کې یو تن د پيښې په ځای کې ژوند د لاسه ورکړی او ۸ تنه نور ټپیان شويدي.
د ټپيانو نه د دوو تنو روغتیايي حالت باریکه دی او د نورو وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
د برید د لامل په اړه څه ندي ویل شوي.
همداشان دا هم ندي ویل شوي چې برید کوونکي نیول شوي دي او که نه؟