په نیویارک کې په یو په وسله والو بریدونو کې ۱۷ تنه وژل شوي دي
د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک په ښار کې یواځې پرون ۱۷ تنه په وسله والو بریدونو کې وژل شوي دي.
د نیویارک د بروکلاین په سیمه کې په لسو جلا جلا وسله والو بریدونو کې ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د بروکلاین د سیمې د پولیسو یو تن مشر خبري رسنیو ته ویل چې یواځې د دوشنبې په ورځ پدې سیمه کې لس وسله وال بریدونه شوي چې په نتیجه کې ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. هغه ویلي دي چې د دوشنبې پر ورځ پدې کچه وسله وال بریدونه او مړینې د اندیښنې وړ مسئله ده. دا په ډیره لوړه کچه مرګوني بریدونه دي.
همداشان د نیویارک د مینهاټن په سیمه کې هم په وسله وال بریدونو کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړ. همداشان د نیویارک په نورو سیمو کې هم په وسله والو بریدونو کې د ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
پدې بریدونو کې یو زیات شمیر کسان ټپیان شوي هم دي .
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د امنیتي ځواکونو سره د ښو اړیکو درلودونکو ځينو هیوادوالو سره د ګردي میز په غونډه کې ګډون وکړ.
هغه دلته په خپله وینا کې وویل چې په هغه ښارونو کې چې د ډیموکراټ ګوند تر کنټرول لاندې دي د جنايي جرمونو کچه د پام وړ لوړه شوې ده . هغه وویل چې ډیموکراټان غواړي چې د پولیسو تشکیلات پارچه پارچه کړي.
هغه ویلي وو چې له بده مرغه نیویارک د هغه ښارونو په سر کې قرار لري چې تر کنټروله وتلی دی.