په نایجزیا کې په یو کلي د وسله وال برید سره قتل عام شوی
د لویدیځې افریقا هیواد نایجریا په شمال لویدیځ کې په وسله وال برید کې لږ ترلږه ۲۳ تنه ووژل شول.
1440767
د نایجریا د زامفارا ایالت د پولیسو ویاند محمد شیهو خبري رسنیو ته وویل چې موټر سایکل سپرو وسله والو کسانو د زامفارا ایالت اړوند رو وان توفا په کلي کې پر خلکو برید وکړ.
هغه وویل چې پدې برید کې لږ تر لږه ۲۳ تنه بې ګناه انسانان په قتل رسول شوي دي.
ویاند ویلي دي چې د برید نه وروسته سیمې ته امنیتي ځواکونه استول شوي او د پيښې په اړه په تحقیقاتو پيل شوی دی.
د ویلو ده چې د زامفارا ایالت د تیرو ۴ کلونو راهیسې د شپنو او بزګرو قومونو ترمنځه د دښمنۍ او تاوتریخوالي شاهدي کوي.
په سیمه کې د شپنو قوم ادعا کوي چې خپل مالونه د هیواد سویلي برخو ته د څرولو ته د بیولو پر مهال د بزګرانو قوم لخوا پرې بریدونه کیږي او مالونه يي غلا کیږي.