بوکو حرام په نایجریا کې کې قتل عام وکړ.

په نایجریا کې ستر قتل عام رامنځته شو

1433274
بوکو حرام  په نایجریا کې کې قتل عام وکړ.

 

د نایجریا په شمال ختیځ کې په وسله وال برید کې لږ تر لږه ۶۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د نایجریا د رسنیو د خبر له مخې بوکو حرام ترهګرې ډلې د نوموړي هیواد د بورنو ایالت اړوند د فودوما کولومایا په کلي کې په عام وګړو وسله وال برید کړی دی چې له امله يي ۶۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. پدې برید کې ګن شمیر کسان نور ټپیان شوي‌ دي.

ویل کیږي‌ ترهګرو یو زیات شمیر کورونه سوځولي‌ دي‌ چې په نتیجه کې ۳۰۰ لویو مالونو لکه غواګانې ، غویان او داسې نور له منځه تللي‌ دي.

د نایجریا د پوځ ویاند موسی ساګیر د پيښې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.

د ویلو ده چې د نوموړي‌ هیواد لوی درستیز توکور یوسف د تیرې دوشنبې په ورځ خبري‌ غونډې ته ویلي وو چې په هیواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه مبارزه کې د تیرو دوو میاشتو په دننه کې ۱۴۲۹ تنه ترهګر له منځه وړي‌ دي.

بوکوحرام د ۲۰۰۹ کال راهیسې پدې هیواد کې ترهګریز فعالیت لري‌ چې د ترسره کړو قتل عامونو او بریدونو سره يي تر ۲۰ زرو ډیر ملکي‌ وګړي او پوځیان له منځه وړي‌ دي.



اړوند خبرونه