په مسکو د کووید ۱۹ په ځانګړي روغتون کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده
د روسیې په پلازمینه مسکو کې د کرونا ویروس د تداوۍ په ځانګړي روغتون کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده .
1414167
د روسیې د تاس خبري اژانس د بیړنیو حالاتو وزارت د چارواکیو له قوله لیکلي دي چې په پلازمینه مسکو کې د کووید ۱۹ د ناروغانو د تداوۍ په یو روغتون کې اورلګیدنه رامنځته شوې چې په نتیجه کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی.
ویل کیږي د اورلګیدنې نه سمدلاسه وروسته د روغتون نه ټول ناروغان او روغتیايي پرسونل تخلیه کړی شوي دي.
خو د اورلګیدنې له امله یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی.
د مسکو ښاروال ویلي دي چې د روغتون ناروغان او روغتیايي پرسونل په خپل وخت سره تخلیه شوي دي.
د لومړنیو تحقیقاتو په نتیجه کې معلومه شوې ده چې اورلګیدنه د طبي ماشین الاتو د شارټۍ په نتیجه کې رامنځته شوې ده .